ملي امنیت غزني کې د القاعده شبکې مهم غړی وژلی

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، امنیتي سرتېرو په غزني ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې لوړ پوړی غړی اوبو محسن المصري  وژلی دی.

له ملي امنیت ریاسته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، امنیتي سرتېرو وړمه شپه په غزني ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې یو جګپوړی قومندان ابو محسن المصري وژلی دی.

ابو محسن المصري د امریکا د فدرالي څېړنیزې ادارې د هغو کسانو په نوملړ کې دی چې دغې ادارې ته ډېر مهم دی.

القاعده شبکې تراوسه د نوموړي د وژل کېدو په تړاو څه نه دې ویلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)