د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نږدې د هاوان مرمۍ یوه ښوونکې او دوه زده‌کوونکې ټپيانې کړې دي.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده  وايي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه: "شااوخوا درې بجې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اړوندو کې د دولت وسله‌والو مخالفانو د هاوان یوه مرمۍ توغولې ده، مرمۍ د مکتب مخې ته لګېدلې ده، یوه استاده او دوه شاګردانې ټپيان شوې دي."

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په غزني کې پرون د ماین یوې چاودنې هم د څلورو مېرمنو په ګډون ۸ تنه ووژل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)