د هرات ـ خواف رېل پټلۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

12 لړم 1399

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، په نېږدې راتلونکې کې به د هرات – خواف رېل پټلي رسمآ پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له چارو ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د چارو ادارې د پانګونې د واحد رئیس عطالله نصیب په مشرۍ د هرات – خواف رېل پټلۍ د درېیمې برخې د پرانیستې په اړه د  رېل پټلۍ ادارې، عامه ساتنې تصدي، مالیې، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازو او هرات والي په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه لیکي، په دې غونډه کې د رېل پټلۍ ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي وویل، دا پروژه ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۴ برخې لري، چې د ایران اړوند چارې یې ایران او د افغانستان اړوند یې افغانستان تمولوي.

دا پروژه ۱۲ کاله وړاندې پیل شوې وه، چې افغان لوري ورته ۴۹۷ جریبه ځمکه هم استملاک کړې، خو د ځینو ستونزو له کبله د پروژې چارې له نه وې بشپړې شوې اوس په پام کې ده چې دا پروژه نږدې راتلونکې کې هرات ولایت کې په رسمي توګه پرانیستل شي.

خبرپانه لیکي، په یاده غونډه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس جنرال خوشحال سادات وایي، چې د رېل پټلۍ د پروژې د پرانیستلو مراسمو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

دغه راز ویل کېږي په دغه پرانیستې مراسمو کې به د ایراني لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)