د افغانستان د مالیې وزارت اووه میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

19 لړم 1399

 افغانستان د مالیې وزارت د لړم له لومړۍ تر ۱۵ مې نېټې، اووه میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او له دې سره روان مالي کال کې تراوسه د ټولو عوایدو کچه نږدې۱۴۲.۷ ميلیارده افغانیو ته رسېدلې ده. 

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۹۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارد او ۱۸۶ میلیونه افغاني له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد او ۷۵۷ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده او ۸۳۱ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو تر لاسه شوې دي.

سرچینه لیکي چې د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه ټول ۱۴۲ میلیارده او ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. د افغانستان مالي کال د لیندۍ په وروستۍ نېټه پای ته رسيږي.

یاد راټول شوي عواید په داسې حال کې دي چې حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره ۴۵۲ میلیارده عادي او پراختیايي بودجه په پام کې نیولې او د تصویب لپاره یې ملي شورا ته استولې ده. 

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال له پیل څخه د لړم میاشتې تر ۱۷ مې نېټې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ (۵۷.۶٪) پراختیایې بودیجه او ۲۲۱ میلیارده او ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۷۳٪) عادي بودیجه لګول شوې او د ټولې لګول  شوې بودیجې سلنه ۶۷ ته رسيږي. 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)