کابل ښاروالۍ د پارک سینما ورانه کړه

20 لړم 1399

د کابل ښاروالۍ د نوي ښار د پارک سینما تېر ماښام په داسې حال کې ورانه کړه چې د افغان فلم مشرې صحرا کریمي هلته اعتراض کړی و او له دولت یې غوښتنه کوله چې دغه سینما دې نه ورانوي.

د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي تېر ماښام په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و:

زه تېر ماښام د پارک سینما ته ولاړم او له کابل ښاروالۍ او له امرالله صالح څخه مې غوښتنه وکړه چې دغه سېنما دې نه ورانوي خو چا زما خبرې ته غوږ نه ونیوی او زه پولیسو په زوره له هغه ځایه وشړلم او سېنما یې ورانه کړه.

په ورته وخت کې د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت هم له کابل ښاروالۍ هیله کړې وه چې یاده سېنما دې نه ورانوي. دغه راز په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شاحسین مرتضوي هم تېره ورځ ویلي و، چې د یادې سېنما په اړه یې یوه اوونۍ وخت اخیستي ترڅو هغوی ته قناعت ورکړي چې سېنما دې نه ورانوي.

خو د کابل ښاروالۍ او د ولسمشر لومړي مرستیال له دې سره سره یاده سېنما تېر ماښام ورانه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې میاشتې را په دې خوا ولسمشر د کابل د امنیت چارې خپل لومړي مرستیال ته سپارلې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا تېره روځ د یادو غبرګونو په ځواب کې ویلي و، د پارک سېنما پر ځای به کوم هوټل یا کوم تالار نه جوړېږي بلکې په دې ځای کې به یو کلتوري مرکز جوړېږي چې د افغانستان ځوانان به ترې ګټه پورته کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)