تیاره/اجمل پسرلی

22 لړم 1399

هرې یکشنبې ته وار له مخه هوسیږم، په دې ورځ رخصت یم. نن د تیرو رخصتیو په څېر په زنګ راویښ نه شوم، د کوټې د دیوالي ساعت ټک ټک مې واورید، بیا مې سترګې وغړولې.

د کوڅې لور ته کړکۍ مې پرانیسته. یوه ورځ مې همکارانو ته کیسه کوله چې زما کوټه دوې اورسۍ لري، دوی راته ویل:

« ته بختور یې ښاروالي داسې کوټه درکړې ده، د چا زړه پکې نه تنګیږي»

اسمان نن بیا وریځو نیولی دی، داسې وریځې دي  لکه د خړ رنګ برش چې دې پرې تیر کړی وي:

« اوس به په دې هوا کې چیرته ځم؟»

د کوټې دې بلې کړکۍ ته ودریدم. د ډيران بکس نیم پرانیستی ښکاریده، منځ ته یې ډير شیان وراچولي وو. یوې تورې مرغۍ د بکس پر سر ټوپونه وهل، یو نیم ځل به یې مښوکه ووهله بیا به یې شاوخوا وڅارله. کړکۍ مې بنده کړه، د کړکۍ له درب سره مرغۍ والوته. بیرته مې کړکۍ پرانیسته سر مې وروایست مرغۍ نه ښکاریده:

« لکۍ یې ښایسته وه، څومره اوږده وه!»

بیګاني لوښي مې ووینځل، په تش نس د غوړو بوی بد راباندې ولګید، دواړه کړکۍ مې خلاصې کړې، چای مې دم کړ. د ډیران لور ته د کړکۍ مخې ته کښیناستم. دې خواته ته وړاندې اپارتمان دی. لوړ اپارتمان. لرې ځایونه نه ښکارې.

یخ مې په زړه ننوت، د شودو چای مې ژر په سر واړاوه. ډوډۍ مې سلامته پاتې شوه. د ډيران د صندوق سر ته پیشو ټوپ کړل. دا زیړه پیشو په یوه سترګه ړنده ده، یوه ورځ د همدې کړکۍ له خوا د دیوال له سره کوټې ته راغلې وه کرکه مې ترې وشوه، له دوهم منزله مې لاندې واچوله، کنه د پیشو خرهارې مې خوښیږي:

«کاشکي اوس دلته وای»

له یخچاله مې د چرګ یوه ټوټه غوښه راواخیسته چې پیشو ته یې ورښکاره کړم چې راشي. پیشو نه ښکاریده. د ډيران بکس لوی دی. شا یې نه راښکارې:

« پيش پیش..»

د اروپا د مني ورځې داسې لنډې دي، چې ساعت له دریو تیریږي، تیاره کیږي. دې بلې کړکۍ ته ودریدم. په کوڅه کې څوک نه وو:

« زیړه پیشو به د صندوق شاته وي… که به تللې وي …تور مرغه به بیا نه وي راغلی».

د دیوالي ساعت ټک ټک وو، د ساعت ستن دریو ته نژدې شوې وه، دباندې وریځې توربخونې ښکاریدې.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)