هرات کې د زعفرانو حاصلات لس سلنه ډېر شوي

22 لړم 1399

د زعفرانو شپږمه جشنواره نن په هرات کې ترسره شوې ده. په دې جشنواره کې کروندګرو، پلورونکو او سوداګرو حضور درلود. د هرات د کرنې ریاست چارواکو یادې غونډې ته ویلي چې سږکال به په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي. د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیر احمد احمدي ویلي چې د افغانستان د زعفرانو ۹۰ سلنه په هرات کې تولیدېږي او سږکال به په دغه ولایت کې پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه د کرل شویو زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنو ته ورسېږي. هغه ویلي چې په هرات کې شل زره کورنۍ د زعفرانو پر کښت بوختې دي او ښه ګټه هم ترلاسه کوي. د افغانستان سره زر (زعفران) په کور دننه او دباندې له غوره شهرت څخه برخمن دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)