غني: ملګري ملتونه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني

01 ليندی 1399

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، یوازې مشروع دولت د افغانستان اسلامي جمهوریت دی او اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له لورې په رسمیت نه پېژندل کېږي او په وینا یې دغه سازمان د اسلامي امارت د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

ولسمشرغني وویل: د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه د دې ښودونه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره پیاوړې ژمنتیا لري او په وینا یې نن نړیواله ټولنه هوکړې ته رسېدلې چې موږ یوې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره خپل مطلوب هدف ته رسېدلي یوو.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، افغانستان له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې واقع دی، موږ د ترورېزم د ماتولو لپاره ګډه مبارزه کوو او هغه مهال سولې ته رسېږو چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وویل، بین المللي ټولنه نن دې نتیجې ته رسېدلې چې افغانستان یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي او د حاکمیت لرونکی، متحد او ولسواک هیواد وي چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره سوله کې وي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي او پراختیا ورکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او په هېواد کې جګړې هم زور اخیستی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)