ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه راتلونکې اونۍ رخصتیږي

01 ليندی 1399

ټاکل شوې ده ټول خصوصي او دولتي تحصیلي مرکزونه راتلونکې اونۍ رخصت اعلان شي.

د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال، حنیف فرزان یک تلویزیون ته وویل چې دا پریکړه د کابیې غونډه کې شوې ده.

د دې پریکړې له مخې به د پوهنتونونو دروازې د روانې لیندۍ میاشتې له اتمې د بلې میاشتې تر پنځلسمې نیټې تړلي وي.

د پوهنتونونو د رخصتیدو علت د کرونا ویروس د دویمې څپې خپریدل بلل شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)