تېرو۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ کسان په کرونا اخته شوي

01 ليندی 1399

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۱۴۰  کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۲ تنه ترې مړه شوي دي

دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۵۲ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۵ زره ۴۲۲ ته رسېدلی دی

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۴ زره او ۵۰۳ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۶۷۵ مړه شوي دي

دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۲۹۲ فعاله مثبتې پېښې شته

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)