د کرونا وایروس ضد واکسین د وېش لپاره چمتو دی

01 ليندی 1399

د امریکا د فایزر او جرمني دوا جوړولو شرکت وایي، د کرونا وایروس ضد واکسین یې جوړ کړی او په تمه دي چې د وېش جواز یې ترلاسه کړي.

دغه شرکتونه وايي، د دغه واکسین له جواز اخیستلو څو ګړۍ وروسته به یې د وېش لړۍ پیل کړي.

د دغه شرکت اجرایوي رئیس البرت بورلا د خوښې څرګندولو ترڅنګ وویل، هیله لري چې دوی ته به د کرونا وایروس ضد واکسین د وېش جواز په ډیسمبر میاشت کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وایروس دویمې څپې خپرېدو د نړۍ ډېری هېوادونه سخت ځپلي او د خلکو اندېښنې یې را پارولې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیا وزارت هم وایي، چې افغانستان ته هم د کرونا دویمه څپه راغلې او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو لارښوونه کړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)