×

هشدار

JUser: :_بارگذاری: امکان بارگذاری کاربر با این شناسه نیست: 927

نړيوال بانک له مالیې وزارت سره د سل ميليونو ډالرو وړيا مرستې تړون لاسلیک کړ

09 سلواغه 1396

نړيوال بانک د افغانستان د مالي مديريت د ښه والي په خاطر له مالیې وزارت سره د سلو ميليونو ډالرو وړيا مرستې تړون لاسلیک کړ.

د ماليې وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون نن د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شبهم چوهدري ترمنځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د اقتصاد عالي شورا د غړو په شتون کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شو.

سرچينه کاږي، د مالي کړنو د ښه والي د دې پروژې موخه، د افغان حکومت اړوندو مالي چارو ادارو د مدیریت، په ځانګړې توګه د مالیې وزارت، ملي تدارکاتو کمېسیون او د پلټنې عالي ادارې ظرفیت لوړول دي.

سرچينه زياتوي، له یادې مرستې څخه ۲۵ میلیونه امریکايي ډالره د بېوزلو هېوادونو لپاره د نړیوال بانک ګروپ اړوند د نړیوالې پرمختیايي ادارې او ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا ورکول کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، نړیوال بانک د ۳۴ مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو ملاتړ کوونکو په استازیتوب د دغه صندوق د چارو مدیریت په غاړه لري او د دغې پروژې په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د پراختیایي بودیجې د لګښت چارې پراختیا ومومي، د عوایدو راټولولو چارې به پیاوړې شي او په عامه لګښتونو کې د ښه والي له لارې به خلکو ته خدمتونه په لا ښه توګه وړاندې شي.

مالیې وزیر  اکلیل حکیمي د دې هوکړه لیک د لاسلیک کولو په اړه وویل، افغانستان د یوه فعاله عامه مالي مدیریت د سیستم په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، چې له امله یې د عوایدو راټولولو کچه په ٢٠٠٢ کال کې له ١٣٠ ميليون امريکايي ډالرو څخه په ۲۰۱۶ کال کې ۲.۱ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د عامه مالي مدیریت سیستم، مالي چارو، عامه لګښتونو او همدارنګه د ملي تدارکاتو د قوانینو په چوکاټ کې په مالي چارو کې د اصلاحاتو له لارې د روڼتیا، ځواب وینې، بودیجوي اعتبار، پرمختللي مالیاتي او ګمرګي مدیریت او د نغدو پیسو په غوره مدیریت کې ښه والی راغلی دی.

د ده په وينا، په ټولیزه توګه په افغانستان کې مالي نظام ته ځانګړې پاملرنه کېږي، خو اوس هم د مالي چارو مدیریت هغومره وده نه ده کړې، چې وشي کړای د سرچینو ستراتیژيک وېش او تشخیص وکړي او له مخې یې په هېواد کې په اغېزمنه توګه د خدمتونو وړاندې کول ډاډمن کړي.

حکيمي وايي، لا اوس هم په ډېرو برخو لکه د بودیجې لګښت، د عوایدو د را ټولولو، د حساب ورکولو، له فساد سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د پانګونې را جلبولو په برخو کې سترې ستونزې او ننګونې شته.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ريیس شبهام چوهدري وویل، د نن ورځې تړون یو ځل بیا د افغانستان دولت له پرمختیايي او اصلاحي اجنډا سره د نړیوال بانک ژمنه او اوږد مهاله ملاتړ ښیي.

ده زیاته کړه: "موږ د مالي چارو مدیریت، اداري اصلاحاتو او عوایدو راټولولو په برخو کې د حکومت پرمختګ او ښه والي راوستلو ژمنتیا ستایو."

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د مالي چارو د سمون پروژه د افغانستان دولت د مالي چارو د اصلاحاتو پلان د پلي کېدو لپاره چې په مالي چارو کې د سمون راوستلو یو هر اړخیز پلان بلل کېږي، لازم ملاتړ برابروي. په دغه پلان کې تر دې دمه د مالیې وزارت، د ملي تدارکاتو او د پلټنې عالي ادارې شاملې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)