براین هوک: که اسماعیل قاآني د سلیماني پر پل قدم کېږدي د هغه په سرنوشت به واوړي

03 سلواغه 1398

د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي کړکېچ په ترڅ کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار براین هوک ګواښ کړی دی چې که چېرته د ایران د قدس ځواکونو تازه ګمارل شوی قومندان اسماعیل قاآني د قاسم سلیماني پر پل قدم کېږدي نو د هغه په سرنوشت به واوړي. نوموړي یادې څرګندونې له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې کړې دي. هوک ویلي، که چېرته د سپاه پاسداران ځواک نوی قومندان هم د پخواني هغه په څېر د امریکایانو د وژلو پروګرام ولري او د نړۍ په هره نقطه کې د امریکا او یا یې هم د متحدینو ګټو ته زیان ورسوي نو دی به هم د سلیماني په څېر ووژني. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا به هیڅکله پر خپلو ګټو چاته د تېري اجازه ورنکړي. ایران تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)