افغانستان یو ځل بیا د لس فاسدو هېوادونو په لیست کې راغلی

03 سلواغه 1398

افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په لیست کې راغلی دی. د نړیوال شفافیت سازمان کلنی راپور شيي چې افغانستان یو ځل بیا په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د لسو مفسدو هېوادونو په کتار کې قرار لري. دا راپور چې نن خپور شوی دی پکې سومالیا، جنوبي سوډان او سوریه د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې راغلي دي. افغانستان بیا له وینزویلا، سوډان او ګینه وروسته اووم مقام خپل کړی دی. په افغانستان کې د یادې ادارې مسوول وحیدالله عزیزي ویلي، د ملي یووالي حکومت په پیل کې افغانستان د شفافیت له اړخه ۱۱ پوانیټونه درلودل خو اوس دغه شمېره ۱۶ ته رسېدلې ده. په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سیداکرام افضلي بیا ویلي، د افغانانو په سیاسي او اقتصادي برخلیک ټاکلو کې د پیسو ونډه د دې لامل شوې چې پر دولت د خلکو باور له منځه لاړ شي. هغه زیاته کړې له روان وضعیته د وتو لپاره په کار ده چې په سیاست کې د پیسو ونډه محدوده شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)