وانګ یو: چین له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې همکارۍ ته ژمن دی

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د کرونا ضد مبارزه کې له افغانانو سره همکاري کوي. نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي د افغانستان دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې تېره ورځ تلیفوني خبرې کړې دي او له هغه سره یې هم ژمنه کړې چې د کرونا ضد مبارزه کې به د چین همکاري دوام کوي. وانګ یو وایي دوی ددغه ویروس ضد مبارزه کې تر دې دمه له افغانستان سره مرسته کړې ده او لا ډېرو مرستو ته ژمن دی. هغه زیاته کړې چې افغانستان دمګړی په سختو شرایطو کې دی او د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري، څو ددغه ویروس پر ضد مبارزه کې بریالی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)