د سالنګ لویه لاره له غره د ډبرو د رالوېدو له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې رئیس محمد ضمیر عمرخېل نن سهار وویل چې تېره نیمه شپه د هیجان په سیمه کې ډبرې راوښویېدې چې په نتیجه کې‌یې دوه موټره ویجاړ او یو موټر چلوونکی ټپي شو.

ښاغلي عمرخېل ویلي چې د واورو د اورېدو دوام او توپانونو ته په پام د دې خطر شته چې نورې ډبرې هم له غره راوښوېږي، نو ځکه‌یې د مسافرو د خوندیتوب لپاره دغه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

هغه همداراز ویلي چې له لارې د ډبرو د لیرې کېدو لپاره ځانګړو عملیاتو لکه چاودنو ته اړتیا ده، خو ورسره د دې خطر هم شته چې د پېښې ځای ته نږدې وارداتي برښنا یوې پایې ته زیان ونه‌رسېږي.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې رئیس ویلي نه‌شي ویلی چې کله به دغه لاره بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیزي. تر دې مخکې ډېر ځلې د واورو د ښویېدو او توپانونو له امله دغه لاره بنده شوې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)