د پکتیا ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر وایي چې دې ولایت کې د قرنطیني مقرراتو له امله د خوراکي موادو هټیو ته هم د خرڅلاو اجازه نه‌ورکول کېږي.

21 وری 1399

نصیر عالم‌یار نن رسینو تهوویل چې دا کار د دې لامل شوی چې خلک له جدي ستونزو سره مخ او بیې هم لوړې شوې دي.

هغه وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ، درملتونونه، مېوه، سبزي او خوراکي مواد دا درې برخې باید پرانیستې وي.

هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې د دغه حکم خلاف کار شوی او د خوراکي او لومړنیو توکو خرڅوونکو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکول کېږي.

هغه اندېښمن دی که د ډنډ پټان لار د سوداګرو پر مخ خلاصه نه‌شي د پکتیا ولایت به له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)