افغانستان

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار دشت برچي سیمه کې پروني ځانمرګي برید لږترلږه ۲۴ تنه ووژل او ۵۷ نور یې ټپیان کړل. د وزارت ویاند طارق ارین یکشنبه سهار مهال د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې له خبریالانو سره شریکې کړې. چاودنه پرون مازدیګر د پل خشک سیمه کې د (کوثر دانش) په نوم یوه ښوونیز مرکز مخې…
د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وايي چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی او تر درملنې لاندې دي. هغه زیاته کړه: "شااوخوا درې بجې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اړوندو کې د دولت وسله‌والو مخالفانو د هاوان یوه مرمۍ توغولې ده، مرمۍ د مکتب مخې ته لګېدلې ده، یوه استاده او دوه شاګردانې ټپيان شوې دي." تر اوسه طالبانو…
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، امنیتي سرتېرو په غزني ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې لوړ پوړی غړی اوبو محسن المصري وژلی دی. له ملي امنیت ریاسته په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، امنیتي سرتېرو وړمه شپه په غزني ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د هند نیمه…
 د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ١٨٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه کې چې نن د دغه وزارت د وياند طارق ارين پر فېسبوک پاڼه خپره شوې ده، راغلي چې په تېره اوونۍ کې طالبانو ۳۵۶ يرغليز خوځښتونه درلودل. هغه زياته کړې چې په…
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن وویل چې طالبان تېره ورځ په زاول ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لویه لار دې "ده شفېع" پله په څلورو برخو کې څلو کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو. د فرهاد په وینا، امنیتي ځواکونه توانېدلي د دغو ځای پر ځای شوو ماینونو درې هغه یې له منځه یوسي؛ خو…
د محافظت عامې ملي تصدي وايي چې وسله والو طالبانو په نيمروز ولايت کې د کمال خان بند شپږ ساتونکي وژلي دي. د کمال خان بند د نيمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري او کارونه يې د بشپړېدو په حال کې دي. د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضياء ودان رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه…
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور کسان مړه شوي دي. روغتیا وزارت نن شنبه ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۲۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۱ یې مثبت وو. د…
د غزني مرکز اړوند روضه سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د غزني د پولیسو ویاند احمد خان سیرت نن شنبه وویل، دغه ماین چاودنه کې ۹ ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. سیرت وویل چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.…
 کابل پولیسو تېره شپه په لومړۍ حوزه کې د امنیتي مېثاق برنامې له لارې د ۲۲ کیلو ګرامه سرو زرو او ۲۵۰ زره یورو چې په پام کې وه بهر ته قاچاق شي مخه نیولې ده. د ولسمشر د لومړي مرستیال له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پولیسو او د لومړۍ حوزې منسوبینو تېره شپه…
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دوی به په هغه صورت کې له افغانستانه ووځي چې طالبان له امریکا سره د کړې هوکړې ټول شرایط عملي کړي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو سره له جوړې شوې غونډې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی او…
دا ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس پر ضد د مبارزې په لارو چارو باندې د خلکو د پوهاوي او د دې ویروس د له‌منځه وړلو هڅو ته ځانګړې شوې ده. د پولیو ویروس یوازې په محدودو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې ده. په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو…