اقتصادي

د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده. د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل نن ازادي اډیو ته وویل، چې د مالټې، لیمو او نارنجو ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په…
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن وویل دغه ګام‌یې د سرو زرو د قاچاق د مخنیوي او د دې محصول سوداګرۍ د رسمیت پېژندلو په هدف کړی. د نوموړي په خبره، افغان حکومت له دې وروسته په ګمرکونو کې له طلا څخه په کلني ډول ۶۰۰ ډالره تعرفه اخلي. د ښاغلي مسجدي په وینا اوس‌مهال په…
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د نړیوال بانک له چارواکو سره د وېډ‌يو کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې کړې دي. په دې وېډیو کنفرانس کې همدا شان له بزګرانو سره د کرنيزو محصولاتو د ښه تولید، افغان بزګرو ته د اصلاح شوي تخمونو…
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرې یوې میاشتې کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نیږدې څلور سوه زره ټنه توکي افغانستان ته وارد شوي دي. دغه مالونه چې څه باندې ۷ زره واګونونه کیږي له حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې دغه هېواد ته وارد شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼې کې چې نن…
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نن به هندوستان ته د هوا له لارې ۴۸ ټنه اینجه صادره شي. د دې وزارت ویاند سمیر رسا رسنیو ته وویل، حکومت هڅه کوي د کرونا ویروس د خپرېدو د خطر مخنیوي ټکو ته په پام سره صادرات یو ځل بیا پيل کړي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ ۴۸ ټنه اینجه…
د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، د کرونا ویروس له راپیدا کېدو وروسته ټاکل شوې چې نن د جلغوزیو لومړنۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادر شي. د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤلې سعدیه سیرت نن وویل چې دغه محموله ١١٠ ټنه وزن لري چې له تېر کال څخه پاتې وه. مېرمن سیرت وایي، تر…
سید زمان هاشمي د دوشنبې په ماښام رسنیو ته وویل، په نږدې ورځو کې به د هغې سروې نتایج خپاره کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله‌یې افغانستان کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه کړې ده. هغه زیاته کړه: "په دې کې شک نه‌شته چې د کرونا ویروس پر اقتصادي فعالیتونو، هم په تجارتي هم په غیر…
د جمهوري ریاست د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، له ولسمشر غني سره په دغه وېډیویي ناسته کې د اریانا هوایي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي خبرې وکړې او ویې‌ویل، د یادې طرحې په عملي کېدلو سره به د سوداګرو مالونه لکه تازه مېوې او د لومړنیو توکو صادرات او واردات د دې شرکت د الوتکو له لوري وشي.…
د دې ادارې رئيس عبدالباري صديقي نن وويل د رېل پټلۍ له لارې په ورځني ډول له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ واګونه پورې سوداګريز توکي له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته راواردېږي، په داسې حال کې چې دغه شمېر پخوا د ۱۰۰ واګونو په شاوخوا کې و. د نوموړي په خبره، دغه چاره په داسې حال کې په غوړېدو ده…
د تاله او برفک ولسوال عبدالاحمد برفکي وویل چې د سېلاب قربانیان د سکرو د کان کارګران دي چې تېره شپه په یوه سمڅه کې بند پاتې وو او مړه شوي دي. ښاغلی برفکي وايي چې د دې کسانو مړي تر اوسه په سمڅه کې پاتې دي، خو د ایستلو لپاره‌یې هڅې روانې دي. د برفکي په وینا په پېښه…
د تجارت او صنایعو خونې چارواکي وایي چې د کرونا وبا له خپرېدو سره له یو نیم میلیارد ډالرو ډېر زیان يې کړی دی. په همدې حال کې مالیې وزارت وایي چې د کرونا وبا خپرېدو د دولت په مالي منابعو راټولولو منفي اغېز کړی او که دا وضعیت همداسې روان وي، نو د افغانستان اقتصاد به صفر او یا…